نن ورځ شنبه، د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند بولان سیمه کي رحیمي بست ټرانسپورټي مسافربري د ټکسي چلوولو شرکت په لومړي ځل د یوې غونډي پر مهال فعالیت پیل کړ.
د هلمند ولایت د ترانسپورټ ریس سبحاني اغا وویل: دا لومړی ځل دی چي په هلمند کي د مسافرو لپاره یو معیاري شرکت فعالیت پیلوي، چي د دې شرکت موټران به د مرکز لښکرګاه او بهرامچې ولسوالۍ پوري تګ راتګ کوي او مسافر به د سفر پر مهال له ستونزو خلاص سفر تر سره کوي.
نوموړي زیاته کړه اوس په هلمند ولایت کي ۹۰ سلنه غیري معیاري موټر فعالیت کوي، چي موږ پلان لرو ترڅو ټول موټر د ننني شرکت په ډول معیاري سیستم ته بدل کړو.
د یاد شرکت مسولین بیا وایي چې شل عرادې ټکسي موټران د مرکز لښکرګاه او بهرامچې ولسوالۍ پوري عمومي لین ته چمتو کړي چي پر دې موټرونو شاوخوا درې لکه امریکایي ډالر لګښت راغلی دی.
دا لومړۍ ځل دی چې د مرکز لښکرګاه ښار او بهرامچې ولسوالۍ پوري د مسافرینو د انتقال لپاره د ټکسي چلولو یو شرکت په فعالیت پیل کوي.