هلمند کي د لویو لارو مسافر د موټرونو له لوړو کرایو څخه شکایت کوي.

Jan 4, 2024 - 21:04
 61
هلمند کي د لویو لارو مسافر د موټرونو له لوړو کرایو  څخه شکایت کوي.

هلمند کي هغه مسافر چي له هلمنده نورو ولایتونو ته ځي یاله نورو ولایتونو څخه هلمند ته راځي  د موټرونو له لوړو کرایو څخه شکایت کوي یادو مسافرو سکون راډیو ته وویل چي د لویو لارو د موټرونو کرایې لوړي دي او  تر څنګه یی سړکونه هم خراب دي  د دوی په خبره چي کرایي دي کښته سي ترڅو غریب خلک هم په لویو او مستریحو موټرونو کي په هوسا ډول سفر وکړي.

د هلمند ولایت د ټرانسپورټ ریاست مسولین وایی چي د لویو لارو موټر چلونکو ته یي ټاکل وخت ورکړی که چیري کوم موټر چلوونکي  له دغه ټاکلي وخت مخکي له یو ځای څخه بل ځای ته ورسیږي نو د موټر د درولو تر څنګه به یي شرکت هم د څو وروځو لپاره تړل کیږي. د دوي په خبره چي د لویو موټرونو کرایه د همدي ریاست سره په همږغۍ ټاکل سوي ده او لا هم هڅه کوي چي دې برخه کي کنټرول زیات کړي

هلمند کي داسي مهال مسافر د کرایو له لوړوالۍ شکایتونه کوي چي  د نهرسراج بس ټرانسپورټي شرکت  ځانګړو  بسونو هم په فعالیت پیل وکړ ددې بسونو د مراسیمو د پیل پر مهال د یاد شرکت استازي وويل چي یاد موټرونه یې له جرمني هیواد څخه راوارد کړي چي نو نورو اسانتیاوو تر څنکه د ډوډۍ اسانتیاووي هم چي د شرکت له خو مسافرو ته ورکول کیږي په پام کي نیول سوي دي د دوي په خبره چي د مسافرو د غوښتنو او د هغوی شکایتونه یې تر ډیر ددې موټرونو په را وارید کیدو سره پوره کړي دي.

هلمند کي داسي مهال یو خصوصي ټرانسپورټي شرکت د خپلو  اوو ځانګړو  بسونو د فعالیت خبر ورکوي چي دې ولایت کي د لویو لارو مسافر له لوړ کرایو په تنګ راغلي دي

کرم خان سمسور

سکون راډیو