د هلمند مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي په روغتیایي مرکزونو کې د درملو د کمښت څخه شکایت کوي .

Jan 8, 2024 - 12:22
Jan 12, 2024 - 01:44
 28
د هلمند مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي په روغتیایي مرکزونو کې د درملو د کمښت څخه شکایت کوي .

 د هلمند د جنوبي مارجې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي دیادې ولسوالۍ په روغتیایي مرکزونو د  درملو د کمښت څخه شکایت کوي .

دوي وایې ، که څه هم په دغه ولسوالۍ کې روغتیایي مرکزونه شته دي خو لویه ستونزه یې د د رملو کمښت دی  د دوي په خبره د درملو د نشت له کبله اړدي  چې  خپل ناروغان مرکز لښکرګاه ښار ته  د د رملني په موخه ولیږدوي.

ورته مهال بیا دیادي ولسوالۍ د روغتیا  مسولینو دروعتیایي کلني راپور یوي  جوړي سوي غوڼدي په ترڅ کې  سکون  راډیو ته وویل «  په تېریوه کال کې دغه ولسوالۍ کې څلور روغتیایي مرکزونو لپاره د تعمیراتو د جوړولو کار پیل کړي او  پرمهال دوه روغتیایي مرکزونو وداني  جوړسوي دي .»

د دوي په خبره  یو اړتیا چې په دغه ولسوالۍ کې زیاته  لیدل کېږي هغه د صحي مرکزونو ارتقا ده او روغتیایی مرکزونو په ارتقا په رامنځته کېدو سره به یې  د روغتیایي مرکزونو خدمات تردي لا هم  معیاري سي.

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسولین  په مارجې ولسوالۍ کې په بشپړه ډول روغتیایي مرکزونو کې د درملو د کمښت ستونزي نه مني خو وایې ، چې ددې ولایت په ځینو روغتیایي مرکزونو کې د ۲۳ ۲۰کال په يای ته رسیدولو سره درملو کمښت راغلی دی .

د دوي په خبره د هلمند نفوس زیاتوالی او اکثره خلکو پيژند پاڼو نه لرل  په دې ولایت کې د مارجې ولسوالۍ په ګډون په  ځینو نورو ولسوالیو کې  درمل او نورو طبي وسایل کمښت رامنځ ته کړې دی

هلمند مارجي ولسوالۍ کي داسي مهال یو شمیر خلک په روغتیایی مرکزونو د درملو له کمښت څخه شکایتونه کوي چي دا ولسوالۍ تازه د وچکالۍ له یوې سختي څپي څخه زیان ګالي.

حافظ احمد نصرت

سکون راډ‌یو