هلمند کې یو ځوان لمریز منقل جوړ کړی .

Dec 18, 2022 - 11:21
Dec 18, 2022 - 11:38
 28
هلمند کې یو ځوان لمریز منقل جوړ کړی .

هلمند ولایت کې یو ځوان چي محمد حسین نومیږي د هلمندیانو لپاره یې لمریز منقل جوړ کړی چي په شاوخوا ۲۰ دقیقو کې د لمر له وړانګو څخه اوبه جوشوي او د پخلۍ، اوبو جوشولو او اوتو کولو وړتیا لری.

دا لمریز منقل په لومړي ځل د غزنی ولایت په جاغوری ولسوالۍ کې د علی رضا په نوم د یو ځوان لخوا د ۵۰۰۰ زره افغانیو په لګښت

جوړ سوي وو،چي اوس دا دی تر هلمنده راورسید او دې ولایت کي یې هم جوړیدو لپاره  د محمد حسین په نوم یوه ځوان کار پیل کړ.

محمدحسین وایی دا لمریز منقل د یوی نیمي ورځي په موده کي جوړوي چي په اوسط ډول په اونۍ کې د څلورو څخه ترپنځو منقلونو پوري پلوري او کارو بار یې د ښه کیدو په درشل کي دی.

محمد حسین د لمریز منقل پلورونکی

نوموړی وایی دا لمریز منقل خلکوته اقتصادي تمامیږي او دهلمند په څیر ولایت چي د تودوخي درجه پکي ډيره لوړیږي خورا ښه پایله درلودلي سي.

هلمند میشتي بیا دا نونښت په نیک فال نیسي  او خوښي څرګنده وي چي  ورځنیو چارو کي یې ورته اسانتیاوي راغلي دي دوي  وایې چي زموږ سره یې په اقتصادي برخه کې ډیره مرسته کړې او د ګاز او لرګیو سوځولو په پرتله ډیر ښه تمامیږي.

هلمند کي داسي مهال یو ځوان لمریز منقل جوړوي چي له دې وړانډي هم یو ه هلمندۍ ځوان سولري کولر جوړ کړي وو چي د افغانستان په کچه یې ښه نوم او بازار پیدا کړ دا چي دا لمریز منقل به د هیوادول څومره اغیزناکه ثابت سي هغه پوښتنه ده چي وخت به یې ځواب کړې.

محمد اسماعیل وفا

سکون راډیو