له پاکستان سره دلارو بندېدو له امله هلمند کې د کروندګرود پنبې حاصلات زیانمن سوي
هلمند کې یو شمېر کروندګر شکایت چې له پاکستان سره دلارو بندېدو له امله یې اوس د پنبې حاصلات لګښتونه نسي پوره کولای او له دولت څخه غوښتنه کوي ترڅو د پنبې لپاره یې بدیل بازارونه پیدا کړي.
د هلمندد صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین هم د کروندګرو یادې ستونزې مني، خو ډاډ ورکوي چېد پنبې لپاره د بازار موندنې په هدف له مسوولینو سره خبرې شوې او په وینا یې چې هڅه کوي د پاکستان پرځای نورو هېودانو ته د پنبې د صادراتو زمینه برابره کړي.
هلمند چې د هېواد له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او تر ډېره یې کروندګر د پنبې په کرنه بوخت دی، شکایت کوي چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د بندېدو له امله یې پنبه په داسې بیو پلوري چې لګښتونه يې نه پوره کوي او دې برخه کې ورته سخت زیانمن رسېدلی دی.
دغه کروندګر له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي ترڅو د پنبې حاصلاتو لپاره یې بدیل بازارونه پیدا او نورو هېوادونو ته یې د صادرولو زمینه برابره کړي.
د هلمند دوه تنه کروندګر ګل احمد او بخت محمد یې په اړه وایې :
«موږ سږکال پنبې زیات تاواني کړو، یوازي ما ۵۰زره افغانۍ تاوان کړی، نور کروندګرو په لکونو تاوانونه کړي عمده دلیل یې دادی چې د سپین بولدک چمن لاره بنده ده موږ تر پاکستان پرته بل هېڅ هېواد ته دپنبو صادیرات نه لرو.»
«سږکال مو باید جوار کرولي وای خومتاسیفانه پنبه مو وکرله، درمل یې یوه بوتل په ۱۵۰۰افغانۍ دياو نور مصارف چې پرې شوي هغه نه پوره کوي حکومت باید بديله لار ولټوي.»
ورته مهال بیا د پنبې سوداګر هم شکایت کوي چې د پاکستان د لارو له بندېدو سره سوداګرو ته هم سخت زیانونه اوښتي او په وینا یې چې باید مسوولې ادارې دغې ستونزې ته د حل لاره ومومي.
د پنبې دوه سوداګر امان الله او مطیع الله یې په اړه داسې وايي:
«مخکې کلونو کې پنبه من ۲۵۰ او سږکال د پاکستان دلارو د بندېدو سره ۱۷۰ افغانۍ ده او هغه فابریکې چې دانه داره پنبه یې پروسس کړي ده هغوي هم سخت زیانمن شوې دي.»
«تېرکال کې چې لار ایله وه قیمتونه یې د یوه من ۲۰۰ او ۲۵۰ افغانۍ وه اوس ۱۷۳ افغانۍ دي هر سوداګر تر دری میلیونه او څلور میلیونه افغانیو پوري تاوان کړی دی.»
د هلمندد صنعت او سوداګرۍ خونې رییس حاجي احمدشا وصال هم د کروندګرو یادې ستونزې مني، خو ډاډ ورکوي چې د پنبې لپاره د بازار موندنې په هدف له مسوولینو سره خبرې شوې او په وینا یې چې هڅه کوي د پاکستان پرځای نورو هېودانو ته د پنبې د صادراتو زمینه برابره کړي:
«پاکستان سره لارو بندېدو یو څه منفي اغېز کړي دي او بدیله لارو کار روان دي انشاالله مشران بوخت دي اوس هم یوه لار پیدا شوې چې صادرات به ولرو لکه تاجکستان ، ایران او ترکیې هېواد سره هم خبري روانې دي.»
بلخوا بیا د هلمند د کرنې ریاست د پلان او پروګرامونو د همږغۍ مدیر قاري شفیق الله مبین وایي، د پنبې د صادراتو لپاره هڅې زیاتې شوې او په خبره یې غواړي چې د خصوصي سکټور پرمټ پنبه نورو هېوادونو ته صادره کړي:
«داچې د پنبې لپاره مناسب بازارنشته نو هغه خصوصي شرکتونه او تصدۍ ګانې چې د کرنې ریاست لخوا همایه کېږي د هغوي سره مشوري کېږي ترڅو دلته ددوي پنبه پروسس کړو.»
هلمند د هېواد له هغو لوي کرنیزو ولایتونو دی چې هر کال پهکې په ډېره اندازه پنبه کرل کېږي د مسوولینو د معلوماتو له مخي په دغه ولایت کې اوسمهال د پنبهدانې د پروسس ۷۵ فابریکې فعالې دي چې سلګونه کسان پهکې په کار بوخت دي.