هلمند کې د پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۵۰ تنه سرتیري تر یوی میاشتي زده کرو وروسته فارغ سول.

Dec 24, 2022 - 10:31
 7
هلمند کې د پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۵۰ تنه سرتیري تر یوی میاشتي زده کرو وروسته فارغ سول.

تېره ورځ دهلمند ملي پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز کې ۵۰ تنو سرتیرو تر یوي میاشتي نظامي زده کړو وروسته فارغ سول.

وروسته ددي مرکز دتمرینات تخنیکي آمر قاري عبدالنافع مبارز خپلو خبرو پرمهال وویل: زموږ اوستاسو به په ټولو کارونو کي نیت دالله درضا لپاره وي که خدای مکړه په نیتونو کي مو خلل راغلي چي دالله تعالا دمرستي څخه بې برخي پاته سو.

همدا راز دیاد مرکز دټولۍ قرارګاه مرستیال ملامحمدعیسی حکیمي وویل کم دروسونه چي درکړل سوي او نن ورځ مو دفراعت ورځ د دې څخه په استفاده دټولني وخدمت ته په مسلکي ډول وړاندي کیږی داستاسو مسؤلیت دي چی دهيواد او ټولني خدمت په ښه ډول وکړي.

همداراز دیاد مرکز د فیزيکي زده کړو آمر ملا محمدولي بدري زیاته کړه: اعداد په تیرو وختونو کي په ډیرو سختو حالاتو کي سر ته رسیدي اوس هغه وخت رارسیدلي چي دوخت څخه په استفاده په ډیره اسانی لاسته ته راوړو نو ددې لپاره دالله (ج) شکر ادا کول پکار دي.

د یادونی وړ ده چي تر دې وړاندی هم د هلمند ولایت د پولیسو ښونیز او روزنیز مرکز څخه ګن شمیر سربازان تر زده کړو وروسته فارغ سوې وه. 

سکون راډیو