هلمند کې د ګرمۍ په راتګ سره د کولر استعمال ډېر سوی دی.

Jul 10, 2023 - 14:59
Jul 10, 2023 - 15:26
 23
هلمند کې د ګرمۍ  په راتګ سره د کولر استعمال ډېر سوی دی.

ډیر کله به مو په ورځني ژوند کې له پردیو او بهرنیو تولیداتو څخه ګټه اخیستې وي او ورسره مخ سوي به یاست، خو دا ځل هغه څه در پیژنو چې نه یواځي هلمند کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي، بلکې په همدې ولایت کې له شروع تر خاتمې ترمیم کیږي او اوسمهال د هیواد په ډیری ولایتونو کې کارول کیږي او د اوړي په دې تاوده موسم کې یې بازار خورا ګرم او مراجعین یې رانیولو ته بشپړه لیواله دي. له لویدیځ ولایت هرات څخه د واردیدونکو فلزي ټوټو څخه همدلته په هلمند ولایت کې په خورا حساس ډول او سیستماتیکه توګه د یادو فلزي ټوټو څخه په څو مرحلو کې د ګرمۍ ضد کولر جوړیږي چې نه یواځي هلمند میشتي یې استفاده کوي، دغه تولید او مفکوره آن د هیواد لیري پرتو ولایتونو ته هم غځول سوې ده.

۴۵ کلن عصمت الله وایي؛ د خلګو بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو دې ته اړ کړ چې دی او د دغه کاروبار کارکوونکي په یو داسي نوښت لاس پوري کړي چې له موجوده او کمو امکاناتو څخه د یو اقتصادي کولر جوړولو په هڅه کې سي. دوی زیاتوي چې دغو کولرانو ته خام مواد او نور اړین توکي له هرات څخه راغواړي او وروسته یې په خپل کارخونو کې یوځای کوي. د دوی په خبره چې دې کار وه بې دندو ځوانانو ته د مصروفیت پیدا کولو سربیره دا هوسایي هم رامنځته کړې چې له نورو هیوادونو څخه د کولرانو واردولو مخه ونیسي او د هغو په پرتله څو برابره ارزان تمام سي.

رانیوونکي هم له دې بې ساري تولید څخه خوشحاله دي او زیاتوي چې یاد کولران یې د خپل هیواد تولید دی او په بیو کې هم له بهره د وارد سوو کولرانو څخه ټيټ دي.

دا په داسي حال کې ده چې شاوخوا یوه لسیزه وړاندي په هلمند کې د عرفان په نوم یوه شرکت د هلمندي کولر جوړولو دا طرحه تطبیق کړه چې په ډیره لنډه موده کې یې د هیوادوالو پام ځان ته جلب کړ او د کار کولو طریقه یې دا وخت په ټول هیواد کې د استفادې وړ ده.

محمد نسیم شاکر

سکون راډیو