تورخم کې د لسګونه کیلوګرامه مسو د قاچاق مخه نیول سوې ده

Jul 10, 2023 - 11:53
 8
تورخم کې د لسګونه کیلوګرامه مسو د قاچاق مخه نیول سوې ده

د تورخم ګمرک رياست مسوولين په دغه ګمرک کې د ١٦٧ کیلوګرامه مسو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکوي. د تورخم ګمرک آمر انجینر مسلم خاکسار وايي، چې دوی تشریح کارمندانو له لوري په یوه بار وړونکي موټر کې ۱۶۷کیلو ګرامه مس نیولي، چې نوموړي موټر چلوونکي غوښتل ګاوندي هېواد ته یې د قاچاق په توګه انتقال کړي. د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم په دغه ګمرک کې د لسګونه کیلوګرامه ګران بیه ډبرو مخه نیول سوې وه.