کندهارسپین بولدک ولسوالۍ کې د ۲.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت یو چکډیم جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سو.

Nov 11, 2024 - 14:21
 31
کندهارسپین بولدک ولسوالۍ کې د ۲.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت یو چکډیم جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سو.

د ا..ا..ا د مشر تابه د حکم سره  سم د ا..ا..ا په شخصي بودیجه، د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تطبیقي او د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ د سپین بولدک ولسوالۍ لوی کاریز په سیمه کې د ۲.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو میاشتو په لړ کې یو چکډیم جوړ او ګټي اخیستني ته وسپاري.

 

د کندهار د طبعي سرچینو آمریت انجنیر روح الله روحاني زیاتوي چې یاد چیکډیم ۹۳ متره اوږدوالي او ۴ متره لوړوالي لري چې په یوه وخت کې پکښي د ۴۰ زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري او ټولي چاري یې په اساسي او پایدار ډول بشپړي سوي دي.

 

 نوموړی زیاتوي  یاد چیک ډیم کي  ۱۲ تنو ته په فني او ۲۰ تنو ته په غیرفني برخو کې د کار زمینه برابره سوې وه.

 

په ورته وخت کې د سپین بولدک ځایې اوسیدونکي هم د اسلامي امارت څخه خوښ دي او د یاد چکډیم جوړیدو څخه خوښي څرکندوي، هغوی زیاتوي چې د یاد چکډیم سره به یې  زیاتي زراعتي  ستونزي حل سي.

 

د بولدک ولسوالۍ دغه  چیکډیم به د ژمي اورښتونو اوبه ذخیره کړي، چې په نتیجه کې به یې د بولدک ولسوالۍ د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه سي.

 

د یادونې وړ ده چې تیره اونۍ هم په کندهار خاکریز او ارغستان ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د چکډیمونو جوړیدو چاري پیل سوي وي.