هلمند کي د قاچاق مخه ونیول سول.
پرون شنبه، د هلمند ولایت ۲۱۵ عزم قول اردو د لومړۍ پلي بدري لواء منسوبينو د مرکز لښکرګاه ښار اړوند مارجې او نادعلي دوراهي سیمه کي يوه عراده سېپا موټر چي ۱۲۰۰ کېلو ګرامه مس او ۱۵۰ کېلو ګرامه روهي پکښي بار وه، نيولي دي.
د یاد قول اردو ویاند ملا محمد رسول مسعود سکون راډیو ته وویل: چي په ياد موټر کي ځای پر ځای سوي مواد په غیري قانوني ډول ګاونډي هېواد ته لیږدول کیدل چي د لومړۍ پلي بدري لواء د زړورو ځواکونو له لوري ونيول سول.
ديادوني وړ ده چي د يادو موادو د قاچاق په تړاو دوه تنه نيول سوي دي، چي تر پلټنو وروسته به اړونده ارګانونو ته وسپارل سي.