په هلمند ولايت کې د کبډي سیالۍ ترسره سوې.

Jan 10, 2023 - 20:48
 32
په هلمند ولايت کې د کبډي سیالۍ ترسره سوې.

 دا د کبډي لوبي دي چي هلمند کې یې د نورو ورزشي رشتو ترڅنګ دې لوبو هم تازه مینوال پیدا کړي دي.

تیر ماښام په نظري ورزشي کلپ کې د څلورو لوبډلو تر منځ د کبډۍ سیالۍ د یو لړ مراسمو پر مهال ترسره سوي چي پایلوبه یې د حافظ لوبډلي په بریا سره پای ته ورسیدل.

په هلمند کې د کبډي سیالو په لاره اچوونکي الله نظر نظري د یادو سیالیو پر مهال سکون راډیو ته وویل ، چي سیالیو کې څلورو لوبډلو ګډون کړي وو چي پایلوبه د یولړ مراسیمو په ترڅ کې ترسره سول.

د نظري په خبره چي ددې سیالیو څخه یې موخه د ځوانانو تشویق او لا هڅونه ده تر څو د ورزش په ډګر کې ځوانان وکولای سي چي په بیلابیلو ورزشي رشتو کي د افغانستان او هلمند نوم ځلانده وساتي.

بل لور ته بیا د کبډي سیالو یو شمیر لوبغاړو سکون راډیو سره د خبرو پرمهال د داسي سیالیو په لاره ا چول د ځوانانو د هڅوني او دې رشتي د پرمختګ لپاره اړین یاد کړل.

دوی غوښتنه وکړل چي ددې سیالو د لا ودي او پرمختګ لپاره باید ورزشي اداري د دوي لپاره معیاري میدانونه برابر کړي او په دې برخه کې د دوي ستونزو ته رسیدنه وکړي.

هلمند کې داسي مهال د کبډي سیالو پایلوبه ترسره او دیوی لوبډلي په اتلولۍ پاي ته ورسیدل چي څو ورځي وړاندې  دهلمند ورزش امریت له لوري د فوټسال سیالیو ټورنمیټ پرانیستنه هم وسول.

حافظ احمد نصرت

سکون راډیو