د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري په ښار کې اتلس انکشافي پروژي پیل سوي دي.

د هلمند ولایت لښکرګاه ښاروالۍ له لوري په ښار کې د ۱۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت په ښار کې د ۱۸ انکشافي پروژو کارونه پیل کړي.
دا پروژې د ښاروالۍ په انکشافي بودیجه پلي کیږي چې د روان کال تر پاي پوري به ګټي اخیستني ته وسپارل سي.
د لښکرګاه ښاروالۍ د ښاري حکومتدارۍ امر محمد طاهر ابشار وايي؛ دا پروژي د ښار په اته ناحیو کې پلي کیږي چې په دې پروژو کې د سړکانو قریزي او هوار کاري، د پارکونو جوړېدل، د پلي لارو او چریو جوړیدل، لښکرګاه ښار کې د منظم او لوی جمنازیوم جوړېدل، د ښار په واټونو کې د کټارو رنګمالي، د چوکونو جوړېدل او ځیني نوري پروژوې شامل دي چي د ښاروالۍ په انکشافي بودیجه پلي کیږي.
ابشار وویل: د دې پروژو کارونه د کال په مېنځ کې پیل سوي چې د روان هـ ل کال تر پای پوري به ګټي اخیستني ته وسپارل سي.
دا په داسي حال کې ده چي د هلمند ولایت په مرکز او ولسوالیو کې دا ډول رغنیزو کارونو ته ډیره اړتیا لیدل کیږي.
سکون راډیو