هلمند کي یو شمیر په نشه یي توکو روږدي کسان روغتون ته لېږدول سوي دي.

Jul 14, 2024 - 18:36
Jul 20, 2024 - 19:24
 34
هلمند کي یو شمیر په نشه یي توکو روږدي کسان روغتون ته لېږدول سوي دي.
د تیري اونۍ په جریان کي د هلمند ولایت امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو په وړاندي د مبارزې مدیریت مسؤلینو له لوري په مرکز لښکرګاه او ولسوالیو کي ۱۳۳ یو سل او درو دېرش تنه په نشه یي توکو روږدي کسان تر نیول کېدو وروسته و روغتون ته لېږدول سوي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند م.لا عزت الله ح.قاني سکون راډیو ته وویل: چي یاد کسان د تداوۍ او ښه صحت په موخه لښکرګاه کي د معتادینو ۵۰۰ بستریز روغتون ته لېږدول سوي چي تر بشپړي درملني او روغتیا وروسته به خپلو کورونو ته واستول سي.
د یادوني وړ ده چي د یاد مدیریت مسؤلینو له لوري تر دې وړاندي هم په سلګونو نشه یي توکو روږدي کسان نیول سوي او د ښه صحت په موخه روغتیایي مرکزونو ته لېږدول سوي دي.