هلمند کي بست خصوصي پوهنتون د سلګونو زده کوونکو څخه د خزاني کانکور ازموینه واخیستل.

Aug 12, 2023 - 13:05
 18
هلمند کي بست خصوصي پوهنتون د سلګونو زده کوونکو څخه د خزاني کانکور ازموینه واخیستل.

پرون جمعه بست خصوصي پوهنتون په شپږو بیلابیلو پوهنځیو کي د سلګونو زده کوونکو څخه د خزاني  کانکور ازموینه واخیستل.

ددې پوهنتون ریس وایی چي د تیرو کلونو په پرتله یې د ګډون کوونکو زده کوونکو شمیر کي کموالي هغه یې لوی لامل د خلکو اقتصادي وضیعت خرابوالي او د ښځينه زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو بندیدل یاد کړل.

د کانکور ازموینې ګډون وال بیا خوښ دي چي دې ازموینه کي ورته د ګډون چانس او فرص برابر سوی دی دوی وایی غواړي لوړي زده کړي وکړي او خپل راتلوونکې روښانه کړي.

هلمند کي داسي مهال بست خصوصي پوهنتون د سلګونو زده کوونکو د خزاني کانکور ازمویني کوربه چي دې وروستیو کي په خصوصي پوهنتونونو کي د لوړو زده کړو په برخه کي لیوالتیا کمه سوي ده او ان ډیرو پوهنځیو بیخي زده کوونکي نوملیکنه نکوي.

 

حافظ احمد نصرت

سکون راډيو