لښکرګاه ښار کي یو شمیر پروژې د خلګو د نه پاملرني په خاطر بیرته تخریب سوي.

Aug 20, 2024 - 18:11
 46
لښکرګاه ښار کي یو شمیر پروژې د خلګو د نه پاملرني په خاطر بیرته تخریب سوي.

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي یو شمېر پروژې د خلګو د نه پاملرني په خاطر بیرته تخریب سوي دي.

د لښګرګاه ښاروالی مسولین وایی چي دوی د ښار په بیلابیلو برخو کي ډېری پروژې پلي کړی خو یو شمېر یې د خلګو د نه پاملرني په خاطر  تخریب سوی، دوی له ښاریانو غواړي چي د ښار د ښکلا به برخه کی د دوی سره مرسته وکړي تر څو  پلي سوې پروژې له تخریب څخه وژغورل سي، د دوی په خبره که چیري پاملرنه نه ورته کیږي نو  هغه پروژې چي د تخریب سره مخ کیږي اړ یو چي  د بیاځلي لپاره پلي کړو.

په ورته وحت کي د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وایی چي دوي په دې برخه کي ښاریانو ته د رسنیو له لاري عامه پوهاوی ورکړی ترڅو د ښاروالۍ له خوا  پلي سوو پروژو څخه ساتنه وکړي او ښار خپل ګډ کور وګڼي.

د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولین په داسې حال کې د یو لړ پروژو د ژر تخریب خبره کوي، چې د معلوماتو له مخې سږکال به هم د دغه ښار په اتو ناحیو کې د  ۹۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۴ پروژې پلې سي.

کرم خان سمسور

سکون راډیو