هلمند ګرمسیر ولسوالۍ کي د خوراکي توکو د قاچاق مخه ونیول سول.

Aug 3, 2024 - 19:44
Aug 20, 2024 - 18:28
 60
هلمند  ګرمسیر ولسوالۍ کي د خوراکي توکو د قاچاق مخه ونیول سول.

 

تیره ورځ، د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ صفار سیمه کي یوه عراده موټر چي غوښتل یې خوراکي توکي په غیري قانوني توګه له ګاونډي هیواد پاکستان څخه را وارد کړي، ونیول سو.

د امنیه قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني سکون راډيو  ته وویل چي د یادي ولسوالۍ امنیتي ځواکونو له لوري یاد سوی موټر داسي مهال ونیول سو چي غوښتل یې د ګاونډي هیواد پاکستان څخه بېلا بېل خوراکي توکي په ناقانونه توګه را وارد کړي.

د نوموړي په خبره چي په تړاو یې نیول سوي اشخاص به تر څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل سي.

د یادوني وړ ده چي یاده ولسوالۍ کي تر دې وړاندي هم زیات کسان په دې تور نیول سوي چي غوښتل په غیري قانوني توګه خوراکي او غیري خوراکي توکي صادر او وارد کړي.

سکون راډیو