هلمند سنګین ولسوالۍ کي د لومړي ځل لپاره عامه کتابتون لوستونکو پر مخ پرانیستل سوو.

Aug 3, 2024 - 19:31
Aug 20, 2024 - 18:19
 59
هلمند سنګین ولسوالۍ کي د لومړي ځل لپاره عامه کتابتون لوستونکو پر مخ پرانیستل سوو.

دا دهلمند په شمال کي له مرکز لښکرګاه ښار څخه  شاوخوا ۸۵ کیلومتري کي لیري پرته ولسوالۍ ده چي یووخت یې د جنګ جګړو راپورونه د خبرونو د سرټکي وه ،اوس پکښي امن راغلي او اوسیدونکو یې د ارام ساه اخیستي ده.

دې ولسوالۍ کي د لومړۍ ځل لپآره د اطلاعاتو فرهنګ ریاست له لوري د یوه ملي پانګوال په مالي ملاتړ عامه کتابتون د لوستونکو پرمخ پرانیستل سوو.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو په خبره همېشه هڅه کوي چي هلمندي ځوانانو ته په بېلا بېلو برخو کي خدمتونه وکړي د  دوي په خبره  چي یاد ریاست به د امکاناتو په پیدا کولو سره د هلمند ولایت په ټولو ولسوالیو کي عامه کتابتونونه پرانیزي تر څو په ټولنه کي د علم برخي ته ځانګړې پاملرنه وسي.

پرانیست غوڼډه کي د سنګین ولسوالۍ ولسوال وویل: سنګین یوه جنګ ځپلې ولسوالي ده خلګ یې د لومړنیو اسانتیاوو څخه بې برخي دي، دا او دې ته ورته چاري ولسونو ته هیلي بخښي، ده د یادي ولسوالۍ له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چي د بې ځایه وخت تېرولو څخه ډډه وکړي او راسي په عامه کتابتون کي مطالعه وکړي.

د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکو د عامه کتابتون په پرانیستلو خوښي وښودل او په خپله ولسوالۍ د ډير نورو رغنیزو او پرمختیایی پروژو د عملي کیدو غوښتنه وکړل.

هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کي داسي مهال یو عامه کتابتون پرانیستل کیږي چي یاده ولسوالۍ کي  کلونو جګړو  او نا خوالو ځوانان له علم او پرمختګ څخه لیري ساتلي دي.

حافظ احمد نصرت

سکون راډیو