لښګرګاه ښار کي د استقلال په نوم درې لاري د جوړولو چاري پیل سوې.

Aug 21, 2023 - 16:13
 13
لښګرګاه ښار کي د استقلال په نوم درې لاري د جوړولو چاري پیل سوې.
لښګرګاه ښار کي د استقلال په نوم درې لاري د جوړولو چاري پیل سوې.
نن د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار بولان سیمه پنځمه ناحیه کي د استقلال په نوم درې لاري/ناوې سړک باندې د جوړولو چاري د یولړ مراسمو په ترڅ کي پیل سوې.
د استقلال په نوم درې لاري جوړولو په اړه د لښګرګاه ښاروالۍ د اړیکو او معلوماتو مسؤل محمد طاهر ابشار رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د استقلال درې لاري د جوړولو چاري به د هلمند ولایت د ښاروالۍ له لوري د ۱۲۱۳۰۰۰ دولس لکه دیرلس زره افغانیو په ارزښت د پنځه میاشتو په موده کي ترسره سي چي د ډیزاین چاري يې له وړاندې ترسره سوي دي.
همداراز ابشار د هیواد والو څخه غوښتنه وکړه چي د ښار په ښکلا کي خپله همکارۍ و نه سپموي او د ښار په پاک ساتلو کي له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
د لښکرګاه ښار یو شمیر ا، سیدونکې بیا وايې د استقلال درې لاري په جوړولو سره به له یوي خوا د ښار ښکلا زیاته سي او له بلي خوابه د لښکرګاه ښار او ولسوالیو ترمنځ د نقلیه وسایطو تګ راتګ منظم او د ترافیکي پېښو کچه به را کمه سي.
هلمند کې داسې مهال د استقلال په نوم د درې لاري د جوړولو چاري پیل سوي دي چې دې وروستیو کې د ښار بڼې کې د بدلون احساس کیږي.
حافظ احمد نصرت
سکون راډیو