د روغتیا سرپرست وزیر د ایران سفارت له مرستیال سره لیدلي دي.

Aug 21, 2023 - 16:48
 2
د روغتیا سرپرست وزیر د ایران سفارت له مرستیال سره لیدلي دي.

د روغتیا سرپرست وزیر د ایران سفارت له مرستیال سره لیدلي دي. په کابل کې د ایران سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د عامې روغتیا له سرپرست وزیر سره د ایران سفارت مرستیال مرتضوي په نننۍ کتنه کې د روغتیا او درملنې په برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې اترې شوې دي.