په کندهار کې د پنبې د پروسس یوه فابریکه فعاله سوې.

Dec 10, 2022 - 10:24
 19
په کندهار کې د پنبې د پروسس یوه فابریکه فعاله سوې.

کندهار کې د پنبې د پروسس یوې فابریکې په فعالیت پیل وکړ، خو مسوولان او کارکوونکې یې د برښنا د کموالي شکایت کوي.

پر دې فابریکه شاوخوا ۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې په اته ساعته کې به ۳۲ ټنه پنبه پروسس کړي.

په عین وخت کې د کندهار د صنعت او معادن خونه وايي، که منظمه بریښنا ولري نو د تولیداتو کچه به لوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په کندهار کې له ۲۵۰ فابریکو څخه ۱۳۰ فابریکې د برښنا او نورو ستونزو له امله تړلي دي.

سکون راډیو