هلمند مارجه ولسوالۍ کي د لسو لوبډلو په ګډون د والیبال شپنۍ ټورنمیټ پای ته ورسید.

Aug 20, 2024 - 18:22
 36
هلمند مارجه ولسوالۍ کي د لسو لوبډلو په ګډون د والیبال شپنۍ ټورنمیټ پای ته ورسید.

دا د هلمند مارجه ولسوالۍ ده چي د ازادي تر سرلیک لاندي د لسو لوبډلو په ګډون د والیبال د شپنۍ سیالیو کوربه توب کوي.

دا ټورنمیټ چي د هلمند والیبال فدارسیون له لوري د مرکز ترڅنګ د لسو بیلابیلو ولسوالیو د لوبډلو په ګډون را پیل سوي وو تیره شپه د امریت ورزش لوبډلي په اتلولي پای ته ورسید.

د مارجي ولسوالۍ د ورزش مسولین د دا ډول ټورنمیټونو موخه د ځوانانو هڅو او ورزش ته وده ورکولو برخه کي اغیز بولي او په وینا یې چي ولسوالۍ لوبغاړي د ورزشي امکانات په برخه کي له ستونزو سره مخ دي.

ددې ټورنمیټ د ننداري لپاره د هلمند مارجي ولسوالۍ سلګونه ځوانان د همدې لوبو لیدو ته ورغلي وو ،دوی له  حکومت او ورزشي ادارو غوښتنه وکړل ترڅو دا او دې ته ورته لوبو لپآره زمینه برابره کړي.

   هلمند مارجه ولسوالۍ کي داسې مهال شپنۍ ټورنمیټ په لاره اچول سوې وو چي دې ولسوالۍ کي وړاندي هم دا ډول سیالۍ  ترسره سوې دي چي موخه یې د ځوانانو ترمنځ سالم رقابت او د ورزش وده یاده سوي ده.

سیدولي نوري

سکون راډیو