تیره ورځ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښارکې په لومړي ځل د 6 والسوالیو فوټبال لوبډلو ترمنځ دفوټبال ګروپي سیالۍ پیل سوې.

Jul 10, 2023 - 15:51
 27
تیره ورځ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښارکې په لومړي  ځل د 6 والسوالیو فوټبال لوبډلو ترمنځ دفوټبال ګروپي سیالۍ پیل سوې.

 

دا د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کي د هلمند مرکزي فوټبال لوبغالی دی،هغه لوبغالی چي دلوبو پر مهال ورته ګڼ شمیر هلمندیان دخپل ورځنیو چارو ترڅنک د یادو لوبو لیدو لپاره راځي.

چي نن پکښې د هلمند فوټبال فدراسیون له لوري په لومړي ځل د دشپږو والسوالیو فوټبال لوبډلو ترمنځ په A او B ګروپونو کي دفوټبال سیالۍ پیل سوې.

په A ګروپ کي د ګریشک،ناوه او موسی کلا والسوالیو فوټبال لوبډلي او په B ګروپ کي بیا د نادعلي،ګرمسیر او مارجې والسوالیو فوټبال لوبډلي شتون لري.

دپیل لوبه یې د نادعلي او ګرمسیر والسوالیو فوټبال لوبډلو ترمنځ پوره وخت کي 1_1 مساوي پایته ورسیده.

چي هره ورځ به ماذدیګر مهال یوه لوبه ترسره کیږي.

دهلمند فوټبال فدراسیون مرستیال سکون راډیو ته وویل چي دیادو سیالیو څخه مو موخه د فوټبال لوبي ته پرمختګ ورکول تر څو دوالسوالیو خلک فوټبال ته مخه کړي،ځکه ورزش دصحت يوه ښه ضامن دی.

بلخوا بیا دهلمند فوټبال فدراسیون عمومي  روزونکی داسیالۍ دوالسوالیو لوبغاړو لپاره خورا ګټوري وبللي،نوموړي وویل چي دا ډول لوبې کولی سي،چي د لوبغاړو دفوټبال ظرفیت لوړ کړي.

همدا راز د والسوالیو څخه راغلو لوبغاړو ډېره خوښې څرګنده کړه،چي داډول سیالۍ ورته په لاره اچول کیږي،دوی وایې؛ چي ځوانان باید ورزش ته تشویق سي،کله چي مو ورزش ته مخته کړه ده نو هرې ناوړي لارې راګرځیدلي یو او له مسؤلینو څخه یې غوښتنه وکړه هغه والسوالۍ چي له مرکز څخه لیري دي،باید دفوټبال لوبو زمینه ورته برابره سي،ترڅو راتلونکي کي دوی وکولای سي چي مختلفو ولایتونو او له هیواد بهر هیوادونو کي لوبي وکړي.

هلمند کي داسې مهال په لومړي ځل د شپږو والسوالیو فوټبال لوبډلو ترمنځ دفوټبال سیالۍ پیلیږي،چي له دې وړاندې هم په دې مرکزي لوبغالي کي په  مختلفو بڼو دفوټبال سیالۍ ترسره سوي دي.

نصیراحمد فضلي

سکون راډیو