سعودي عربستان د اسیا ۲۳کلونو کم عمره سياليو فوټبال اتل سو

سعودي عربستان د اسیا ۲۳کلونو کم عمره سياليو فوټبال اتل سو

د ورزشي اژانسو د راپورنو له مخې، د سعودې عربستان فوټبال لوبډله د ازبکستان پر وړاندې په بریا سره په لومړي ځل د اسیا ۲۳کلونو کم عمره اتلولۍ مقام ته ورسېده.

د اسیا اتلولیو ۲۳کلونو کم عمرو فوټبال وروستی پړاو سیالۍ چې د ازبکستان او عربستان لوبډلو ترمنځ د تاشکند ښار بنیاد کار لوبغالي کې تېره ورځ ترسره شوه په پایله کې عربستان د ۲/۰خپل سیال ته ماتې ورکړه او په لومړۍ ځل یې د اتلولۍ مقام ترلاسه کړ.

دغه سیالۍ دوه اونۍ وړاندې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پیل شوې وي.