ننګرهار: غني خېلو کې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي ۲۸ ژوبل دي

Jun 20, 2022 - 16:55
 11
ننګرهار: غني خېلو کې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي ۲۸ ژوبل دي

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې په ټپیانو کې پنځه نظامي ا ا ا هم شامل دي.

اخوا د غني خېلو لپاره ولسوال مولوي صدیق الله باختر اژانس ته ویلی چې چاودنه نن سهار نږدې نهه بجې د یادې ولسوالۍ په شیرګر بازار کې د ولسوالۍ د عامې روغتیا د مدیر په موټر شوې ده.

نوموړي دغه شان ویلي چې چاودنه د چسپکي ماین له امله رامنځته شوې ده.

خو د سیمې یو شمېر اوسېدونکو او عیني شاهدانو ازادي راډیو ته د وژل شویو شمېر څلور تنه یاد کړی او ویلی دي چې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت هم نازک دی.

د دغه پېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی خو له دې وړاندې وخت ناوخت په ننګرهار کې پر ا ا ا د حملو او چاودونو مسولیت د داعش خراسان څانګې وسله والو منلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو ورځو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې زیاتې شوي دي.

تېر مازدیګر ناوخته د کابل د خواجه بغرا په سیمه کې د ملکیانو په یو موټر د چسپکې ماین چاودنې له امله د کابل د امنیه قومندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ په خبره دوه تنه ووژل شول.

دغه شان د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په کابل کې د سېکهانو په ګردواره نامعلومو وسله‌والو ډله‌ییزه حمله وکړه چې په سیمه کې جګړې نږدې پنځه ساعته دوام درلود.

 د کورنیو چارو وزارت په دې حمله کې د یو سېکهـ په ګډون د دوه تنو د وژل کېدو او اووه تنه نورو د ټپي کېدو پخلی کړی وو.