کابل کې د مميزو د پروسس يوې کارخونه کې ۹۰۰ کسانو ته کاري زمينه برابره سوې

Jun 20, 2022 - 17:08
 4
کابل کې د مميزو د پروسس يوې کارخونه کې ۹۰۰ کسانو ته کاري زمينه برابره سوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغې کارخونه کې یو افغان سوداګر نږدې یو میلیون امریکايي ډالره پانګونه کړې.

د وزارت په وینا، یاده کارخونه اوس مهال خپل تولیدات اروپايي هېوادونو، روسیې، چین او ټایلنډ ته صادروي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت په داسې حال کې په دغه کمپنۍ کې خلکو ته د کار زمینو برابرولو خبره کوي، چې په افغانستان کې بېکارۍ او فقر له هر بل وخته د خلکو ژوند له سختو کړاونو سره مخ کړی.

له دې وړاندې نړېوالو سازمانو هم په افغانستان کې د بېکارۍ او فقر کچه د اندېښنې وړ ښودلي او له نړېوالو یې په دې برخه کې د بېړنو مرستو غوښتنه کړې وه.