د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ بازار کي د چاودني له امله يو شمير کسان ژوبل سوي دي.

Dec 14, 2021 - 19:37
 13
د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ بازار کي د چاودني له امله يو شمير کسان ژوبل سوي دي.
د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ بازار کي د چاودني له امله يو شمير کسان ژوبل سوي دي.
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کي راغلي، چي پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه، چي د راکيټ یوه ګولۍ د یو کس د خوا په لاس وهني رامنځته سوې، چي په پايله کي د راکيټ ګولۍ انفجار کړی او څلور تنه یې زخمیان کړي، اعلامیه کي زیاته سوې چي زخميان د امنیتي کسانو له خوا د درملنې په موخه د هزارجفت روغتون ته رسول سوي، چي په زخمیانو کي د دريو تنو حالت نازک ښودل سوی دی.
د یادوني وړ ده، چي د تيره ورځ هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په خسرو اباد سیمه کي هم د دوو وخت مخکي ځای پر ځای سوي ماین چاودنه کړې وه، خو کوم چاته زیان نه و رسیدلی.