افغان سوداګر: ګمرکي تعرفې دې راټيټي سي

Apr 20, 2022 - 17:42
 7
افغان سوداګر: ګمرکي تعرفې دې راټيټي سي

یو شمېر سوداګرو او د فابریکو څښتنانو د خپلو ستونزو د حل لپاره د سوداګرۍ او صنعت وزارت له سرپرست سره وکتل.

په دې لیدنه کې سوداګرو او د فابریکو څښتانو په خامو موادو د ګمرکي تعرفو د ټيټولو، د ویزو د اخیستلو په برخه کې د ستونزو د حل او فابریکو ته د دوامداره برېښنا د ورکولو غوښتنه وکړه.

دې سوداګرو او پانګه والو په دې لیدنه کې ویلي دي، که ستونزې یې حل شي، کار او تولیدات به یې لا ډېر سي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دې لیدنه کې سوداګرو او پانګه والو ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو د حل لپاره به یې هڅې وکړي.