کابل کې د يوې چاودنې له امله يو کس ژوبل سوی

Apr 20, 2022 - 17:37
 3
کابل کې د يوې چاودنې له امله يو کس ژوبل سوی

 د کابل ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ ازادي راډيو ته وويل، نن له غرمې وروسته ۱۲:۱۲ پره يوه شخصي موټر د چسپکې ماين چاودنه سوې چې پکې يو کس ژوبل سوی دی.

د ځدارن په وينا د چسپکې ماين دا چاودنه، د کابل ولايت د قوای مرکز سيمې ته نزدې کندهاري مارکېټ سره سوې.
د يادې چاودنې مسؤليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

دا چاودنه داسې مهال کېږي چې پرون د کابل ولايت دشت برچي سيمه کې پر يوه ښوونځي درې چاودنې وسوې چې پکې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل سول او ۲۵ نور ژوبل سول.