ا ا : پانګوال کولی شي بهر ته پيسې ولېږدوي

Apr 20, 2022 - 17:27
 13
ا ا : پانګوال کولی شي بهر ته پيسې ولېږدوي

د ا ا په مشرۍ د افغانستان بانک وايي، د سوداګرو او پانګه والو لپاره یې بهر ته د پیسو د لېږد اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د دې بانک ویاند محمد صابر مومند ازادي راډيو ته په یوه رالېږلي پیغام کې ویلي، د دې پرېکړې پر بنسټ سوداګر او پانګه وال کولای شي د خوراکي توکو، طبي او کرنیز درملو، سون توکو، عصري ماشینونو او ټکنالوژیکي وسایلو د اخیستو لپاره د بانکي سیستمونو له لارې پیسې بهر ته ولېږي.

د ښاغلي مومند په وینا په بهر کې محصلانو ته هم د ټلګرافي یا ټي ټي سیستم له لارې پیسې لېږل کېدای شي.

ښاغلی مومند وايي، د دې اسانتیاوو له رامنځ ته کېدو سره به بیې ټيټې، سوداګرو او عامو خلکو ته به یې ګټه ورسېږي.

نوموړی وايي، تر دې مخکې بهر ته پیسې د حوالې د سیستم له لارې لېږل کېدې چې له دې وروسته به د بانکونو له لارې لېږل کېږي.

نوموړي دغه شان زیاته کړه، سوداګریز بانکونه به د داخلي اسانتیاوو په برخه کې د صادراتو له مدرکه وارد شوې پیسې له کوم محدودیت او ځنډ پرته سوداګرو ته ورکوي.