الکوزی: کابل کې د قزاقستان او افغان سوداګرو ترمنځ غونډه جوړیږي

Dec 25, 2021 - 16:08
 7
الکوزی: کابل کې د قزاقستان او افغان سوداګرو ترمنځ غونډه جوړیږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، ټاکل سوې چې نن شنبه (د مرغومې ۴مه) د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو او د هغه هېواد د سوداګرۍ وزارت د مسوولینو تر منځ په کابل کې یوه ګډه غونډه جوړه سي.

دا څرګندونې د دغه خونې مرستیال خان جان الکوزي، په دې تړاو د جوړ سوي نندارتون په څڼده کې رسنیو ته وکړې.

ښاغلی الکوزی وايي، دغه سوداګر د قزاقستان د سوداګرۍ وزارت د یو پلاوي په ملتیا کابل ته راغلي، په غونډه کې به د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ وزارت د مسوولینو او سوداګرو تر منځ په سوداګریزو تړونونو کې د ستونزونو د هواري په اړه هم خبرې وسي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي، په ننني نندارتون کې چې د قزاقستاني سوداګریز پلاوي د راتګ په مناسبت جوړ سوی دی، افغاني کرنیز تولیدات، کاني تولیدات، لاسي صنایع او افغاني غالۍ نندارې ته اېښودل سوي دي.