لاوروف: روسیې په مسکو کې د اسلامي امارت دیپلومات ته باور لیک ورکړی

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، مسکو د اسلامي امارت له لوري یوه ګومارل شوي دیپلومات ته باور لیک ورکړی دی.
په رپوټونو کې د ښاغلي لاوروف له قوله ویل شوي: "د نویو چارواکو له لوري مسکو ته تېره میاشت لومړنی افغان دیپلومات رسېدلی او زموږ له وزارته یې باور لیک ترلاسه کړی دی. "
ښاغلي لاوروف دا څرګندونې په چین کې کړې، چې نوموړی د افغانستان ګاونډیو هېوادنو بهرنیو چارو وزیرانو او دغه راز د افغانستان په هکله د امریکا، روسیې چین - پلس یا ټرویکا غونډه کې د ګډون لپاره تللی دی.
د روسیې کومیرسانت ورځپاڼې د مارچ پر ۳۱ مه د ښاغلي لاوروف له قوله لیکلي: "په ټول کې اسلامی امارت توانېدلی چې د دولت چارې روانې وساتي. "
خو د کومیرسانت په همدې رپوټ کې د ښاغلي لاوروف له قوله زیاته شوې چې داسلامي امارت د افغانستان د ټولو سیاسي لوریو استازیتوب نه کوي.
اسلامي امارت تر اوسه هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، ځکه کوم هېواد ته رسماً سفیر نه شي استولی، خو له دې مخکې یې هم ځینو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته استازي استولي دي.
اسلامي امارت له دې مخکې په پاکستان، قطر، چین او ترکمنستان کې د افغانستان سفارتونو او کونسلګریو لپاره خپل سرپرست دیپلوماتان معرفي کړي دي.
د همدې روانې مارچ میاشت په نیمايي کې د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیر خان متقي او د انتالیا دیپلوماسۍ فورم ته ورسره تللی پلاوی، لومړي ځل د ترکیې پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت ته ورغلل او هلته یې له ځینو افغان دیپلوماتانو، افغان زده کوونکو او عامو افغانانو سره ولیدل.
انقره کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي هغه مهال بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي و، دې ناسته کې افغان دیپلوماتانو ته په ډاګه شوه چې"له دې وروسته به د سفارت چارې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لارښوونو سره مخ ته ځي."
انګیرنه دا ده، د ترکیې حکومت هم ښایي د دې لپاره اسلامي امارت ته د سفارت چارو ورسپارل کېدو ته شین څراغ ښودلی وي، چې دا هېواد او قطر ورسره د افغانستان د پنځو نړیوالو هوايي ډګرونو د تخنیکي او امنیتي چارو په اړه په خبرو بوخت دي.دا ډول هوکړه له دوامداره اړیکو او خبرو پرته ناشونې ده. په ورته مهال امریکا کې بیا له ترکیې او ترکمنستان سره په توپیر، د افغانستان د سفارت او د افغان کونسلګریو (نیویارک او لاس انجلس کې) د تړل کېدو خبرونه د ژبو په سر وو، چې ظاهرآ د دې پریکړې لامل "اقتصادي ستونزې" بلل شوې وې.