د عمران خان د تحریک انصاف ګوند عمومي منشي اسد عمر له ګوندي مسوولیتونو استعفا وکړه

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان په مشرتابه د تحریک انصاف پاکستان ګوند عمومي منشي اسد عمر په ګوند کې له خپلو ټولو مسوولیتونو استعفا کړې.

May 25, 2023 - 11:01
 32
د عمران خان د تحریک انصاف ګوند عمومي منشي اسد عمر له ګوندي مسوولیتونو استعفا وکړه

نوموړي له زندانه خوشي کېدو وروسته پلازمېنه اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته وویل: ''دمې نهمې پېښې غندي او له هغې نېټې وروسته چې کوم وضعیت رامنځته شوی، نه شم کولای د ګوند مشري وکړم. زه د ګوند د عمومي منشي او مرکزي کمېټې له غړیتوبه استعفا کوم.''

د یادونې ده، چې د ګوند مشر عمران خان له نیول کېدو وروسته د پاکستان په لر او بر کې د مې میاشتې پر نهمه نېټه خورا پراخ احتجاجونه وشول، او یو شمېر کسانو د پاکستاني پوځ پر مرکز او لاهور کې د قول اردو یا کور کمانډر پر مېشت ځای یرغلونه وکړل.

د مې نهمې پېښو په تړاو د تحریک انصاف ګوند یو شمېر مشران نیول شوي وو، چې ښاغلی عمر هم پکې شامل و. خو ښاغلي عمر نن چهارشنبه له خوشي کېدو وروسته په اسلام اباد ملي پریس کلب کې د خبرو پر مهال له تحریک انصاف ګونده د وتلو اعلان و نه کړ.

ښاغلي عمر تر اوږدې مودې د پاکستان پارلمان غړی و او په کابینه کې د پلاننګ، پرمختګ اصلاحاتو او خزانې یا ماليې وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې.

ښاغلي عمر په خپلو خبرو کې د مې پر نهمه د پاکستاني پوځ پر تاسیساتو بریدونه تر ټولو خطرناکه چاره وبلله او په وینا یې دا نه یوازې د غندنې وړ ده، بلکې یوه ''غمیزه'' ده. نوموړي د عمران خان ستاینه هم وکړه او په خبره یې عمران خان ویلي و، که موږ منظم او اصولو ته ژمن پوځ نه درلودلای، زمو وضعیت به هم د نورو اسلامي هېوادونو په څېر وای.له دې مخکې د تحریک انصاف یوې بلې مخکښې مشرې او مخکینۍ وزیرې شیرین مزاري له سیاسته د لاس پر سر کېدو اعلان کړی.

له دې مخکې د تحریک انصاف ګوند د حکومت پر مهال د پاکستان بشري حقونو شیرین مزاري هم د مې نهمې او لسمې نېټې پېښې وغندلې او له تحریک انصاف ګونده یې د وتلو اعلان وکړ. مېرمن مزاري وویل، غواړي خپلې روغتیا او کورنۍ ته توجه وکړي او له دې وروسته به د هېڅ یوه سیاسي ګوند ملګرتیا و نه کړي.

د یادونې ده، چې عامر کیاني او فیاض الحسن چوهان هم د تحریک انصاف مخکښ غړي دي، چې د همدې پېښو په تړاو یې له ګونده لارې بېلې کړې دي.

خبریالان وايي، داسې ګنګوسې شته، چې ښايي د مشرتابه په کچه د تحریک انصاف ګوند ځینې نور مشران هم له ګونده ووځي، خو بل لور د ګوند مشر عمران خان د خپلو نژدې ګوندي ملګرو له ګونده وتل ''جبري بېلتون'' بولي.