د هلمند امنیتي مسوولین وایی له هغو موټر چلوونکو سره به قانوني چلند وسي چې له ترافیکي قوانینو څخه سرغړونه کوي.
یاد مسوولین زیاتوي، هغه موټرچلوونکي چې بې احتیاطي کوي او ترافیکي قوانین نه مراعتوي د هغوی موټرونه درول کیږي د یوه ځانګړي ضمانت په هدف بیا ورکول کېږي .
بلخوا خلک د حکومت ددې اقدام ستاینه کوي او زیاتوي ، که ترافیکي قوانین مراعات شي نو په ترافیکي پېښو کې به کموالی رامنځ ته شي
د هلمند د امنیه قوماندانۍ مسوولین خبر ورکوي چې ددغه ولایت پر لويه شاهرا او د مرکز لښکرګاه سره د ولسوالیو په لویولارو کې د ترافیکو مدیریت مسوولین هغه موټر چلوونکي نیسي چې د ترافیکي قوانینو څخه سرغړونه کوي.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي نصيراحمد مهاجر سکون راډیوته وویل ، هغه موټر چلوونکي چې له ترافیکي قوانیو څخه سرغړونه کوي د ترافیکو مدیریت مسوولین د مرکز لښکرګاه ښار څخه و لسوالیو ته غځیدلو لارو ترڅنګ اوولایتونو شاهراوو د پلټني ځایونو کې ځای پر ځای شوي له هغو موټر چلوونکو سره به قانوني چلند وشي چې ترافیکي قوانین نه مراعتوياو بې احتیاطي کوي .
هغه زیاته کړه « د ترافیکو مدیرت مسوولین که دولسوالیو لوي لاري او که ولایتونو سړکونو پر هغوی باندي د پلټني « چیک پنټونه « کې ځای پرځای شوي دي او هغه موترچلوونکي چې د ترافیکي اصلو څخه سره غړونه کوي موټران تري درول کیږي او د کورنۍ د مشرانو لخوا ترقوي تضمین ورسته بیا موټرونه ورکول کیږي د ترافیکو مدیرت مسوولین ۲۴ ساعته د خلکو په خدمت کې دي «
بلخوا بیا د هلمند ځایي اوسيدونکي د هلمند د امنیه قوماندانۍ اړوند د ترافیکو مدیریت ددغه اقدام ستاینه او هرکلی کوي او زیاتوي که چیري موترچلوونکي ترافیکي قوانین مراعت کړي د خپلو وسایطو سره احتیاط وکړي ترافیکي پېښو کې به کموالی رامنځ ته شي .
د لښکرګاه ښار دوه اوسېدونکي نقیب الله او محمد ادریس یې په اړه وایې :
« دکورنیو له مشرانو څخه مو دا غوښتنه ده باید خپل وسایط ماشومانو ته ورنه کړي ترڅو ترافیکي پېښې راکمي شي «
« خلکو ته مي پیغام دادي چې ترافیکي قوانین مراعت کړی او ترافیکي اشارو ته او نور قوانین په نظر کې ونیسي «
په داسې حال کې د هلمند امنیه قومندانۍ مسوولین د ترافیکي پېښو د کموالي په هدف داسې اقدام خبر ورکوي چې درې ورځې وړاندي د هلمند ـ کندهار اډي سره نژدي په یو ترافیکي پېښه کې یوتن ژوند له لاسه ورکړي او درې تنه نور ټبیان سوې وه .