هلمند کې د ۴۶ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل سوې

Nov 23, 2025 - 12:59
 9
هلمند کې د ۴۶ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل سوې

دهلمند ولایت د ګرشک او موسی کلا ولسوالیو ترمنځ د۴۶ کیلومتره غځیدلي سړک د پاخه او اساسي جوړېدو چارې د ټولګټو چارو وزارت له لوري د یو ملیارد او ۳۲  میلیونه افغانیو په لګښت پیل سوې او د بنسټ ډبره یې د یولړ مراسمو په ترڅ کې د هلمند د والي امان الدین منصور له لوري کښېښودل سوه.

ددغه سړک چارې د سړک جوړونې دوو ساختماني شرکتونو ته په قرارداد ورکړل سوي او چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې سې.

هلمند والي امان الدین منصور د خپل خبرو پرمهال د یاد سړک جوړېدل د سیمه ییز اتصال په برخه کې مهم او ارزښتناک وبالاه چې په خبره یې د دې سړک په جوړېدلو سره به د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکو ته د کرنیزو محصولاتو د انتقال،ټولنیزو خدماتو،سیمه ییز تجارت  او د تګ راتګ پر مهال زیاتې اسانتیاوې رامنځته او د خلکو ترمنځ به فاصلې راکمي کړي.

  او ټینګار یې وکړ چې د یاد سړک چاري دي په ښه ډول تطبیق او ټول معیارونه دي په پام کې ونیول سي.

  د ټولګټو چارو ریاست د کار او ساختمان آمر انجینر ګل احمد ویاړ وویل چې د یاد سړک رغنیزي چارې د ټولګټو  چارو وزارت د پرمختیایي پلان مهم برخه یاده کړه او زیاته یې کړه چې دغه سړک به په دوه فازه کې چې لومړی به یې ۲۰ او دوهم فاز به یې ۲۶ کیلومتره دی چې د یو کال په موده کې په پاخه او اساسي توګه د ټولو نړیوالو معیارونو ،تخنیکي اصولو او نړیوال ستندرونو په پام کې نیولو سره به جوړسي چې پلچکونه،محافظي دېوالونه او د اوبولښتې به هم پکښې شامل وي.

 

د غه راز د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکو د یاد سړک په جوړېدو سره خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې اوس له ډېرو ستونزو سره مخ یوو خو د دې سړک په جوړولو.سره به یې د تګ راتګ پر وخت ستونزي راکمي او خپل ناروغان او کرنیز محصولات به پر وخت او په اسانۍ سره تر ګرشک ولسوالۍ او مرکز لښکرګاه پوري رسوي.

 

موسی کلا د هلمند ولایت شمال کې پرته ولسوالي ده چې له مرکز لښکرګاه  څخه کابو۱۳۰ کیلومتره فاصله لري او د دغه سړک په جوړېدو سره به د مرکز لښکرګاه ،ګرشک،نوزاد اوکجکی ولسوالیو سربېره کندهار ،غور او هرات ولایتونه سره ونښول سي.

راپور:  ګل محمد غورځنګ