د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ اوسیدونکي د روغتیایې خدمتونو د ډیریدو غوښتنه کوې.

مارجه د لښکرګاه ښار په جنوب لویدیځ کې یو له طبیعي ښکلا څخه ډکه پرته ولسوالي ده چي اتیا سلنه اوسیدونکي یې په کرهڼي او مالداري بوخت دي.
د دې ولسوالۍ اوسیدونکي د روغتیایې خدمتونو له کموالي شکایت کوي دوي وایې چي دا روغتیایې خدمتونه بسنه نه ورته کوي او د روغتیایی خدمتونود ډیریدو او ښه روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولوغوښتنه کوي.
د هلمند ولایت د مارجي ولسوالۍ د بشپړ روغتیایی مرکز امر ډاکټر نقیب الله اعظمي هم مني چي د ولسولۍ نفوس ته په کتو یې روان روغتیایی خدمتونه د ولسونو لپاره بسنه نکوي او په وینا چي روغتیایی مرکز باید ارتقا وکړي .
د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د روغتیا عبدالغفار حاجي بشر وایی چي اسلامي امارت په راتګ سره یې ډیر روغتیایی مراکز رغول سوي او خلکو ته یې د روغتیایی خدمتونو په وړاندي کولو کي اسانتیاوي رامنځته کړي دي.
دي وایی چي مارجه ولسوالۍ اوس مهال شاوخوا ۲۳ روغتیایی مراکز فعال دي چي په بیلابیلو برخو کي روغتیایی خدمتونه وړاندي کوي.
د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اوسیدونکي داسي مهال د روغتیایې خدماتو د زیاتیدو غوښتنه کوې چي د هلمند ولایت د لیري پرتو سیمو او ولسوالیو اوسیدونکي د روغتیایې خدمتونو ته تر ډیره اسان لاس رسۍ نه لري.
محمد اسماعیل وفا
سکون راډیو