د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټي مشر او ورسره مل پلاوي د سکون رسنیز ګروپ له روانو فعالیتونه څخه لیدنه وکړل.

Dec 8, 2023 - 11:36
 28
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټي مشر او ورسره مل پلاوي د سکون رسنیز ګروپ له روانو فعالیتونه څخه لیدنه وکړل.

د سکون رسنیز ګروپ مسول حافظ احمد نصرت هلمند کي د سکون راډیو،ویب پاڼې،پروډکش او روانو رسنیز فعالیتونه په اړه ددې کمیټي مسولینو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړل چي هلمند  کي سکون راډیو د خپلو هیوادولو لپاره بیلابیلي خپروني وړاندي کوي او د شاخوا ۱۶ ساعته نشراتو په درلودلو سره اوس هلمندي ولسونو رضایت له ځان سره لري.

ښاغلي نصرت هلمند کي د سیمه ایزو رسنیو او خبریالانو په وړاندې د پرتو ستونزو یادونه وکړل او زیاته یې کړل چي هلمند کي خبریالان او سیمه ایزي رسنۍ په خورا سختو شرایطو کي کار کوي او غوښتنه یې وکړل چي د رسنیو ملاتړي بنسټونه او اداري باید په داسي حالاتو کې د رسنیو ترڅنګ ودریږي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټي مشر عبدالقدیم ویاړ د سکون راډیو څخه د لیدني پر مهال ددې اداري له کاري ټیم او مسولینو څخه مننه وکړل چي په ډیرو اساسو او سختو شرایطو کي د خپلو هیوادوالو چوپړ کوي او مننه یې وکړل چي خپل رسنیز خدمات یې دومداره ساتلي دي.

ښاغلي ویاړ ژمنه وکړل چي په خپل ټول توان سره به  د سیمه ایزو رسنیو او خبریالانو ستونزو او غوښتنو ته رسیدنه کوي او د دوي پر وړاندي پرتو ستونزو ته به په سیمه ایزه،ملي او نړیواله کچه د حل لاري ومومي .

هلمند  ته داسي مهال د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیتي مسولین سفر کوي چي ددې ولایت سیمه ایزي رسنۍ  او خبریالانو له مالي ستونزو سره سره یو شمیر نورو برخو کي هم هلمند د پاملرني غوښتنه کوي.

امین الحق ممتاز

سکون راډیو