څه باندي نیمه پیړۍ وروسته د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کي ۱۵۰ بابه ترمیم سوي وداني له غصبه خلاصي سوي.

Jun 4, 2023 - 19:25
Jun 4, 2023 - 19:28
 9
څه باندي نیمه پیړۍ وروسته د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کي ۱۵۰ بابه ترمیم سوي وداني له غصبه خلاصي سوي.

څه باندي نیمه پیړۍ وروسته د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کي ۱۵۰ بابه ترمیم سوي وداني له غصبه خلاصي سوې.

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې شاوخوا ۷۵۰۰ جریبه دولتي ځمکه او ۱۵۰ ترمیم سوي ودانۍ له غاصبینو خلاصې او د ا.ا د ولایتي مسؤلینو له لوري اړوند ادارې ته وسپارل سول.

نن یکشنبه د اصلاح سویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو دولتي شرکت د امریت له لوري د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې ۱۵۰ ترمیم سوي دولتي کورونه چې له ډلې یې ۵۲ کورونه په بشپړ ډول جوړ وه د غاصبینو له منګولو واخیستل سوه، د مسؤلینو په خبره؛ له ۱۳۶۱ لمریز کال څخه تر نن ورځي پوري دا ودانۍ د زورواکو له لوري غصب سوي وې چې څه باندي نیمه پیړۍ وروسته ورڅخه اخیستل کیږي. پر یاده ۷۵۰۰ جریبه دولتي ځمکه له ۹۳۵۰ څخه زیاتي میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي هم ایښودل سوي وه چې اوسمهال یې ډیری ونې د وچکالۍ او نه پاملرنې له امله له منځه تللي دي. د هلمند ولایت مقام د استازي له قوله: په راتلونکي کې هم پلان لري چې د یاد ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د غاصبینو پر وړاندي له جدیته کار واخلي او غصب کړي سیمي اصلي مالکانو ته وسپاري.

په ورته وخت کې بیا ددې ولسوالۍ ولسوال هم زیاتوي چې د یاد ۷۵۰۰ جریبه ځمکې د غصب کارونه ۸۰ سلنه نهایي سوي دي او تمه ده ډېر ژر به مربوط ارګانونو ته وسپارل سي.

مسؤلین دا هم زیاتوي چې د ویجاړ سوو کورونو د ترمیم وروسته به دا کورونه د مالیې وزارت سره په تفاهم د پخوا په څیر د دولتي مامورینو او حکومتي کارکوونکو په واک کې ورکول سي.

بل خوا بیا د سیمي اوسیدونکي وایي: کوم کسان چې غصب کوي او دولتي ځمکي لاندي کوي د ا.ا مسؤلین دې پر وړاندي اصولي اقدامات وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې د ا.ا د بیا واکمنیدو وروسته په ټول افغانستان کې د غاصبینو پر وړاندي د غصب کمیسیون لخوا چټک اقدامونه ترسره سوي او د هیواد په ډیری ولایتونو کې غصب کړي شاړي ځمکي او پاخه مارکیټونه اصلي مالکانو ته سپارلي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

محمد نسیم شاکر

سکون راډیو