د جرمني صدراعظم د دې هېواد د چټک اقتصادي پرمختګ هڅې پیل کړي

Jun 4, 2023 - 11:36
 1
د جرمني صدراعظم د دې هېواد د چټک اقتصادي پرمختګ هڅې پیل کړي
د جرمني صدراعظم وايي، غواړي د اقلیمي شرایطو له بهترۍ سره د دغه هېواد اقتصاد لا د چټک پرمختګ خوا ته بوځي.
اولاف شولڅ چې د سوداګرۍ، صنایعو، کارګري اتحادیو او ساینسپوهانو له استازو سره د اقلیمي مسایلو په باب په سلا مشورو بوخت دی، ویلي، چې راروانه لسیزه د جرمني لپاره ډېره مهمه ده.
ځکه د ده په وینا، جرمني لوی پلانونه لري، چې ممکن ګام پر ګام عملي سي.
د شولڅ په وینا، د دې لپاره چې په ۲۰۳۰م کال کې د جرمني ۸ فیصده برښنا له متنوع سرچینو برابره سي، ډېرې بیړې ته اړتیا ده.
د یوه قانون د طرحې له مخې، تر ۲۰۲۴م کال وروسته په جرمني کې د مرکزګرمیو هر نوی سیسټم چې لګېږي، ښايي ۶۵ فیصده یې له 'زرغونې انرژۍ' څخه تامین سي.
زرغونه انرژي د انرژۍ هغه سرچینه ده، چې د ژوند له چاپېریال سره همږغې ده او تولید یې د چاپېریال د ککړتیا نه سبب کېږي.
دا مهال له باد، لمر، د ځمکې له داخلي تودوخې او روانو اوبو څخه ترلاسه کېدونکې انرژي، 'زرغونه انرژي' بلل کېږي.