عمران خان ته د نه باور رایه؛ پاکستان کې لاریونونه او غونډې کېږي

Mar 27, 2022 - 18:01
 5
عمران خان ته د نه باور رایه؛ پاکستان کې لاریونونه او غونډې کېږي

په داسې حال کې چې د پاکستان پارلمان (قامي اسمبلۍ) لومړي وزیر عمران خان ته د باور یا بې باورۍ رایې ورکولو لپاره غونډه دوشنبې ته ځنډولې، د دې هېواد پلازمېنې په ګډون بېلا بېلو سیمو کې د حکومت په پلویتوب او مخالفت لاریونونه او غونډې کېږي.

واکمن تحریک انصاف ګوند 'پي ټي ای ' د پلازمېنې اسلام اباد په پریدګراونډ میدان کې غونډه کوي.

د پاکستان اطلاعاتو وزیر چودري فواد ادعا وکړه، چې همدا اوس سلګونه زره خلک غونډې ته پر لار دي.

خپله لومړي وزیر عمران خان په یوه غږیز پیغام کې دا تاریخي غونډه بللې او په وینا یې ''دا د پاکستان د راتلونکي جګړه ده... ''

د واکمن پي ټي ای ګوند مسوولین وايي، دا غونډه یو ډول د لومړي وزیر خان لپاره له پاکستانیانو د ټولپوښتنې په مانا ده.

د پاکستان اپوزېسیون ګوندونو بیا پر حکومت تور پورې کړی، چې د دې غونډې لپاره د حکومتي وسایلو له لارې تبلیغات کوي، خو د دې هېواد کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد دا ادعا رد کړې ده.

شېخ رشید یوې خبري غونډې ته وویل، اسلام اباد کې به چا ته د پرلت اجازه ور نه کړي.

په ورته مهال د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند یو شمېر پلویان د شنبې پر ورځ په هغه غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسېدلي چې سبا دوشنبه به د پلازمېنې په سیکټر جي - ناین سیمه کې کېږي.

د غونډې ګډنوالو د سري نګر لویې لارې په شاوخوا کې خیمې وهلې او د غونډې لپاره چمتوالی کوي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند پلویان د لاریونونو په بڼه تېر پرون له کوټې او پرون له پېښوره د پلازمېنې پر لور روان شوي دي. دوی خپل لاریون ته د بیوګرانۍ پر خلاف د احتجاج نوم ورکړی.

بل لور د پاکستان مسلم لیګ ګوند پلویانو لاریون د پخواني لومړي وزیر میا نواز شریف د لور مریم نواز او پنجاب کې د اپوزېسیون مشر میا شهباز شریف په مشرتابه پرون د پنجاب ایالت له مرکزي ښار لاهوره روان شو او ګجرانواله ښارګوټي ته ورسېد.

دا لاریون نن یکشنبه له هغه ځایه د پلازمېنې پر لور خوځېدلی.

په همدې حال کې اسلام اباد پولیس وايي، ښار ته غځېدلې لارې ټولې پرانیستې دي.

اسلام اباد پولیسو په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ''له ریډ زون '' پرته چې د ورتګ لپاره مارګله واټ کاروول کېدای شي، نورې ټولې لارې پرانیستې دي.

پولیس وايي، د ګڼې ګوڼې زیاتېدو یا خنډونو رامنځته کېدو په صورت کې به ښاریانو ته معلومات ورکړي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ غړي به احتمالاً پر دوشنبه لومړي وزیر عمران خان ته د باور یا بې باورۍ لپاره رایې ورکړي.

د بې باورۍ تحریک بریالیتوب لپاره د اپوزېسیون ګوندونو اتحاد د پارلمان ۱۷۲ غړو رایې ته اړتیا لري، چې د دوی ادعا له مخې ترلاسه کوي یې، ځکه په وینا یې د واکمن ګوند یو شمېر پارلمان غړي هم له دوی سره ملګري شوي دي.

بل لور لومړی وزیر عمران خان وايي، اپوزېسیون ګوندونه به ''حیران '' کړي.