پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله تر اوسه ۱۲ خبریالان وژل شوي

Mar 27, 2022 - 17:54
 5
پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله تر اوسه ۱۲ خبریالان وژل شوي

د اوکراین لویه څارنواله وايي، پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله تر اوسه پورې ۱۲ خبریالان وژل شوي دي.

ایرینا وندیکتووا تېره شپه پر خپله فېس‌‌بوکپاڼه کښلي چې د جګړې په تېرو ۳۱ ورځو کې ۱۰ نور خبریالان ژوبل شوي دي.

له بلې خوا د جرمني خبري اژانس ویلي چې څېړنې ښيي چې تر اوسه پورې د اوکراین په جګړه کې د رسنیو پر ۶۵ استازو حملې شوې دي چې د هغو په منځ کې ۱۵ یې بهرني خبریالان دي.