عمران خان: د لاریون پر مهال زموږ له ملګرو سره هم وسله وه او د ډزو اندېښنه راسره پیدا سوه

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، پلازمېنه اسلام اباد کې یې ځکه پرلت و نه کړ، چې په وینا یې د ګوند ځینو ملګرو یې وسله درلودله او د احتمالي ډزو پېښې اندېښنه یې لرله.
د یادونې ده چې ښاغلي خان پلازمېنې ته د لاریون رسېدو پر ورځ (مې ۲۶) حکومت ته په شپږ ورځو کې د ټاکنو اعلان ضرب الاجل وټاکه او له پرلت کولو پرته ستون شو.
نن سې شنبه د عمران خان له لوري د ټاکل شوي ضرب الاجل شپږ ورځې پوره کېږي او عمران خان ویلي، که غوښتنه یې و نه منل شي بیا به د اسلام اباد پر لور لاریون وکړي. د پاکستان ۹۲ نومي شخصي ټلویزیون له ډاکتر معید پیرزاده سره مرکه کې ښاغلي خان وویل:
''د ګهېځ پنځه یا شپږ بجې مې پریکړه کړې وه، چې که شپه مو دلته تېره کړه، وینه به تویه شي. ما سره اندېښنه وه، چې دوی (ګوندي ملګري) زما له لیدو وروسته احساساتي کېږي، داسې فکر مې هم کاوه، چې رانا ثناالله (د کورنیو چارو وزیر) او شهباز شریف (لومړی وزیر) پوځ ته ویلي چې موږ ته یې پرېږدئ، موږ به یې سم کړو ''.
ښاغلي خان وايي، له خپلو ځینو ملګرو سره یې وسله (تفنګچې) ولیدې او اندېښنه ورسره پیدا شوه، چې هسې نه ګډوډي رامنځته شي، ځکه یې د پرلت پرېکړه لغوه کړه.
نوموړي زیاته کړه: ''څه به کېدل؟ د پولیسو خلاف کرکه، د پوځ پر ضد کرکه او په هېواد کې اختلافات چې ګټه به یوازې او یوازې مسلم لیګ ن (ګوند) ته رسېدله. ''
بل لور د پاکستان ملي اسمبلۍ مشر راجه پروېز اشرف د عمران خان تحریک انصاف ګوند له هغو پارلمان غړو چې استعفې یې کړې غوښتي چې د تایید لپاره پارلمان ته حاضر شي.
د پاکستان پارلمان ویاند وايي، د تحریک انصاف ګوند پارلمان غړي د جون پر شپږمه پارلمان ته غوښتل شوي او د دوی د استعفو تایید لړۍ به د جون تر لسمې دوام کوي.
د یادونې ده، چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ضد د بې باروۍ تحریک له کامیابېدو وروسته د تېرې اپریل میاشتې پر ۱۱ مه نېټه د تحریک انصاف ګوند ۱۳۱ پارلمان غړو ټولیزه توګه استعفا وکړه، چې د هغه وخت پارلمان مشر اسد قیصر د پاکستان ټاکنو کمېسیون ته استولې دي.