اروپاپي ټولنې له روسیې د تېلو پر واردولو د نسبي بندیز هوکړه وکړه

May 31, 2022 - 19:27
 10
اروپاپي ټولنې له روسیې د تېلو پر واردولو د نسبي بندیز هوکړه وکړه

د اروپايي ټولنې مشران د هغه پلان په هکله هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې له روسیې د نفتو له دریو، دوې برخې صادرات درول کېږي.

د هنګري له مخالفت وروسته دغه هوکړه د اوس لپاره پر هغو تېلو اغېز نه کوي چې د نل لیکې له لارې له روسیې اروپا ته رسېږي.

د اروپايي شورا مشر چارلس میشل وايي، له دې هوکړې سره د روسیې جنګي ماشین له یوې لویې سرچینې بې برخې شو.

دا پر روسیې د بندیزونو لړۍ شپږمه ټولګه ده، چې د بروکسل غونډه کې پرې ټولو ۲۷ غړو هېوادونو هوکړه وکړه.

ښاغلی میشل وايي، اروپايي ټولنې د همدې بندیزونو لړ کې د روسیې تر ټولو لوی سبیربانک او درې دولتي خپرندویه ادارې هم په لیست کې شامل کړي دي.

د یادونې ده، چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو استازو له روسیې د تېلو واردولو پر بندیز اوږد - تود بحث کړی، ځکه هنګري له دې بندیز سره تر ټولو ډېر مخالفت کاوه.

ښاغلي میشل خبریالانو ته وویل له څو اونیو بحثونو وروسته ''په موقت ډول (له بندیز) د هغو تېلو پر مستثنا کولو هوکړه شوې، چې په نل لیکه کې له روسیې اروپايي ټولنې ته راځي. ''

د همدې هوکړې له کبله به اوس د اروپايي ټولنې بندیز یوازې د روسي تېلو هغه صادارات اغېزمنوي چې د سمندر له لارې اروپا ته لېږدول کېږي او له دریو دوې برخې جوړوي.

بل لور د اروپايي کمېسیون مشره اورسولا وندیرلین وايي، عملاً به ژر بندیزونه پراخ شي، ځکه په وینا یې جرمني او پولنډ ژمنه کړې، چې په خپله خوښه د روان کال تر پایه پورې د هغو روسي تېلو واردات بندوي چې د نل لیکې له لارې یې له روسیې ترلاسه کوي.

نوموړې زیاتوي اروپايي کمېسیون به (څومره ژر چې ممکن وي، پر دې استثنا له سره غور وکړي. اروپايي کمېسیون چې د غړو هېوادونو لپاره قوانین چمتو کوي، یوه میاشت مخکې له روسیې د تېلو پر واردولو د بندیز وړاندیز وړاندې کړی و.

خو د هنګري له لوری له دې بندیز سره تر ټولو ډېر مخالفت چې ۶۵ سلنه ګاز د نل لیکې له لارې له روسیې ترلاسه کوي، د دې بندیز منظورۍ کې تر ټولو مهم خنډ و.