کابل کې موټر چلوونکي د تېلو بیو له لوړوالي شکایت لري

Dec 20, 2023 - 15:09
 126
کابل کې موټر چلوونکي د تېلو بیو له لوړوالي شکایت لري

د کابل ښار موټر چلوونکي د تېلو بيې له لوړېدو شکایت کوي او وايي، چې د یو لېتر تېلو بيه لس افغانۍ لوړه شوې ده. موټر چلوونکي وايي، چې د تېلو د بیو لوړېدل د دوی لپاره پر یوې اقتصادي ستونزې بدل شوي دی. دوی له سرپرست حکومته په کابل کې د تېلو د بيې د ټیټېدو غوښتنه کوي.