د بست کلا په سیمه کې د ۳۱.۸ کېلومتره کانالونو د پاکولو چاري پیل سوې
تېره ورځ د هلمند ولایت د کلیو او بیارغوني ریاست په همکارۍ د (HRDA) او (WFP) مؤسسې د لښکرګاه ښار د بست کلا په سیمه کي د درې کانالونو د پاکولو چاري پیل کړې.
په یادو کانالو کي چې ۱۵ کېلومتره د بست کلا لویه ویاله؛ (۱۱) کیلو متره د خاري د سیمي ویاله او د بست کلا ( ۵.۸) کېلومتره د کانالونو د پاکولو چاري شاملي دي. د باختر آژانس ته مسولینو ویلي چي په دغه پروژه کي به (۲۰۹ ) کسانو ته د کار زمينه برابره سي او د څلور میاشتو او لسو ورځو په موده کي به بشپړه سي .
همداراز د کلیو او بیا رغوني چارو ریاست د مسؤلینو په خبره چې د یادي پروژې په تطبیق سره به د قلعه بست سیمي زرګونه جریبه ځمکه خړوبه سي او زرګونه کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي او زیاته یې کړه چي د هلمند ولايتي اداره هڅه او کوښښ کوي چې د خلکو اړتیاوي او ستونزي حل کړي او ولس ته د ارام او سوکاله ژوند زمینه برابره کړي.
د سیمي اوسیدونکو هم ددې کانالونو د پاکولو په پیل سره خوښي وښوده او زیاته یې کړه چي په دې سره به د کروندګرو مشکلات حل سي او هم به د بې وزله هیوادوالو لپاره چي په دې کانالونو کي کار کوي د یوه اندازه پیسو د لاسته راوړلو سبب سي.