سهیلي کوریا:شمالي کوریا دوه نور شکمن مزایل وازمایل

Jan 27, 2022 - 15:12
 7
سهیلي کوریا:شمالي کوریا دوه نور شکمن مزایل وازمایل

د سهیلي کوریا نظامي سرچینې وايي چې شمالي کوریا د پنجنشبې په ورځ  دوه نوې شکمن بالستیک توغندي وازمایل چې دا په ۲۰۲۲ کال کې شپږم ځل دی د هغه هیواد له خوا دا ډول توغندي ازمایل کیږي.

کارپوهان وایي شمالي کوریا د ازمایښتونو په فعالیت کې دغه غیر عادي ګړندی پرمختګ د بایډن پر حکومت د فشار د راوستلو په خاطر دی ځکه له هغه هیواد سره د شمالي کوریا د اټومي بې وسلې کولو په بدل کې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو خبري اتري د ډیر وخت راهیسې ځنډیدلي دي.

دغه نوې فشارونه په داسې حال کې راوستل کیږي چې کرونا ویروس د شمالي کوریا اقتصاد چې له دې مخکې د اټومي فعالیتونو په خاطر د امریکا د اقتصادي بندیزونو او خپله د هغه هیواد حکومت د لسیزو ناوړه مدیریت له امله ستونزو سره مخ وو، نور هم مشکلاتو سره مخ سوی دی.

د سهیلي کوریا لوی درستیز ویلي دا مزایل چې احتمال لري لنډ واټن ویشتونکي توغندي وي په شرقي سواحلو کې د پنځو دقیقو په تفاوت ازمایل شول او د ۱۹۰ کیلومتره واټن په وهلو د سمندر په اوبو کې پریوتل.

د جاپان صدراعظم د شمالي کوریا د مزایلو ازماښت فوق العاده د خواشینې وړ بللی خو ویلي یې دي تر اوسه هیڅ راپور نسته چې ویښيي دې توغندیو د جاپان په کڅونو کې د هغه هیواد بیړیو یا الوتکو ته زیان رسولی وي.

شمالي کوریا تیره اوونۍ ګواښ کړی وو چې خپل اټومي مواد او لیرې واټن ویشتونکي توغندي به چې امریکا هم په نښه کولی سي وازمایي، هغه مزایل چې د شمالي کوریا رهبر په ۲۰۱۸ کال کې له امریکا سره د دیپلوماسۍ له پیل وروسته وځنډول.

د امریکا پخواني جمهور رئیس درې ځله د شمالي کوریا له رهبر سره ملاقات وکړ. خو دا مذاکرات په ۲۰۱۹ کال کې وروسته له هغه وځنډیدل چې امریکا د پیونګ یانګ غوښتنه رده کړه.

شمالي کوریا په هغه وخت کې د خپل اټومي قدرت د یوې برخې د تسلیمي په بدل کې د بندیزونو د لویي برخې د لغوه کیدو غوښتنه کړې وه.