شمالي کوریا په کرونا ویروس د ۸ کسانو مړینه ثبت کړې

شمالي کوریا نن دوشنبه په کرونا ویروس د ۸ کسانو مړینه ثبت کړې ده.
په دغه هېواد کې په درې لکه ۹۲زره ۹۲۰ کسانو کې تبه او د کرونا ویروس علایم لیدل سوي دي.
د شمالي کوریا رهبر پر خپلو چارواکو د درملو په رسولو کې د ځنډ له کبله انتقاد کړی.
کیم جونګ اون خپل پوځ ته امر کړی، چې د کرونا وبا په وړاندې د مبارزې په چارو کې مرسته وکړي.
د شمالي کوریا چارواکي وايي په تېره اپرېل میاشت کې د کرونا وایروس له خپرېدو راهیسې ۱۲لکه کسان ناروغ شوي او ۵ لکه ۶۴زره ۸۶۰ کسان دا مهال قرنطین دي.