واشنګټن پوسټ: امريکا کې د شکرګزارۍ ورځې ته افغان کډوال وربلل سوي وو.

- د واشینګټن پوسټ ورځپاڼې په امریکا کې د شکرګزارۍ د ورځې لمانځنې او پهکې د سلګونو افغان کډوالو ګډون ته پاملرنه کړې ده.
په افغانستا کې په تېر میلادي کال کې واک دا.ا.ا له بیا رسېدو وروسته لسګونه زره افغانان امریکا ته ولېږدول سول.
په لیکنه کې ویل سوي چې د ویرجینیا ایالت په یوه سیمه کې افغانان ماښامنۍ او د شکرګزارۍ له ورځې سره بلدتیا ته وربلل سوي وو.
د فیل مرغ غوښه او خواږه کچالو هم په خوړو کې شامل وو.
دا مراسم د امریکایانو په کلتوري او دیني باورونو کې ريښه لري، په همدې خاطر هر کال د نومبر میاشتې په پای کې لمانځل کېږي.
خو د لیکنې لېکوال وايي ډېر افغانان له دې ورځې سره بلدتیا نهلري او یا دا چې دا ځانګړی امریکايي جشن ورته چندان ځانګړی نه ښکاري.
یو افغان کډوال چې په افغانستان کې یې تر یوې لسیزې زیاته موده له امریکايي ځواکونو سره د انجينر په توګه کار کړی دی واشینګټن پوسټ ته ویلي هڅه کوي چې له امریکايي ټولنې سره اشنا سي.
هغه ویلي چې په افغانستان کې خپلوانو او دوستانو پسې خپه سوی دی.
یو بل افغان ویلي، افغانستان کې فیل مرغان وو خو چا یې غوښه نه خوړله.
یو بل کډوال بیا ویلي چې انټرنیټ کې لټون کوي چې په امریکا کې د شکرګزارۍ د ورځې په اړه نور معلومات پیدا کړي.
لیکوال د دې مراسمو د یو کوربه له قوله ویلي، د یو هېواد له کلتور سره اشنايي د یوې ورځې کار نهدی او یوه تدریجي پروسه ده.
سکون راډیو