د وسله والو یوې ډلې مکسیکو کې پر یوه زندان بريد کړی!

Jan 2, 2023 - 14:10
 7
د وسله والو یوې ډلې مکسیکو کې پر یوه زندان بريد کړی!
‏د راپورونو له مخې؛ د وسله والو یوې ډلې مکسیکو کې پر یوه زندان بريد کړی چې له امله یې ۱۴ کسان وژل سوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
راپورونه زیاتوي، د وسله والو موخه د بندیانو خوشې کول وو چې د برید پر مهال ۲۴ بندیان په تېښته بریالي سوي دي.
په وژل شویو کې ۱۰ پوځیان او ۴ بندیان شامل دي.