په لغمان ولایت کې د بیلابیلو ترافیکو پېښو له امله ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

Jan 2, 2023 - 14:15
 15
په لغمان ولایت کې د بیلابیلو ترافیکو پېښو له امله ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لغمان ولایت اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، چې په دې ولايت کې د څلور ترافیکي پېښو له امله ۲۱ تنه ټپیان او ۳ تنه مړه سوي دي.
د دغه ولایت کې د ترافیکو مدیر رسنيو ته ويلي، د لغمان په څلورو سیمو کې ترافیکي پېښې رامنځته سوي، له امله یې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
هغه وایي لومړۍ پېښه د یکشنبې مازیګر ناوخته دولت شاه ولسوالۍ کې د صرف موټر د چپه کېدو له امله رامنځته سوې ۱۴ تنه پکې ټپیان او یو تن مړ سوی دی چې ۵ تنه ټپیان یې ښځې دي.
همدا راز دوهمه او دریمه پېښه بیا هم مازیګر مهال د کابل-جلال اباد پر لویه لار د شهرا چینایانو بېس او کفترخانو سیمو کې د موټرو د ټکر له امله رامنځته سوې، ۵ تنه پکې ټپیان، دوه تنه مړه دي او څلورمه پېښه بیا د مرکز اړوند پهلوان بابا سیمه کې د ریکشا او سراچې د ټکر له امله رامنځته سوې چې دوه تنه پکې ټپیان سوي دي.
سکون راډیو