ا ا ا د پکتيا په ډنډ پټان کې له پاکستاني پوله ساتو سره نښته تأييد کړه

Sep 14, 2022 - 16:43
 5
ا ا ا  د پکتيا په ډنډ پټان کې له پاکستاني پوله ساتو سره نښته تأييد کړه

ا ا ا  مني چې د پکتیا ډنډ پټان ولسوالۍ کې د دوی پوله ساتو ځواکونو له پاکستاني لوري سره شخړه کړې ده.

ا ا ا  په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېره ورځ د پاکستان سرحدي ځواکونو هڅه کوله چې "ډیورند کرښې" ته نږدې پوسته جوړه کړي.

د خبرپاڼې له مخې کله چې ا ا ا سرتېري د خبرو لپاره ورنږدې شوي، هغوی ډزې پرې کړي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (آی.ایس.پي آر) نن ویلي، دې شخړه کې يې درې سرتېري وژل شوي دي.

خو ا ا ا وایي، د مقبلو سیمې په دې پېښه کې لومړی طالب پوله ساتو ته مرګ‌ژوبله واوښته او بیا په ځوابي ډزو کې " ممکن هغې غاړې ته هم تلفات اوښتي وي."

د ا ا ا په خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه تر څېړنې لاندې ده او دوی ټینګار کړی چې د کرښې شاوخوا باید د تاسیساتو له جوړولو ډډه وشي.

د ډیورند کرښې په اوږدو کې دا ډول شخړې تر دې وړاندې هم شوي دي.